غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسل پروګرام لس ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

gu_user1
Sun, Apr 26 2026 10:14 PM
dr

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ګمارنې عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسل پروګرام لس ورځنی روزنیز سمینار، چې لس ورځې وړاندې پیل شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د دغه سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د عصري اداري سیستمونو سره د هغوی بلدتیا زیاتول وو.
د دغه سمینار د پای ته رسېدو پر مهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د کمپیوټر د ارزښت او د عصري ټکنالوژۍ د اهمیت په اړه په خپلو اغېزمنو او الهام‌ بخښونکو خبرو کې زیاته کړه چې نننۍ نړۍ د پوهې او مهارتونو نړۍ ده، او هغه څوک بریالي دي چې له نوې ټکنالوژۍ سره ځان عیار کړي. نوموړي وویل چې کمپیوټر یوازې یو وسیله نه ده، بلکې د پرمختګ، چټکتیا او د کار د اسانتیا مهمه سرچینه ده، چې د اداري چارو په سمون او اغېزمنتیا کې بنسټیز رول لري.
د سیمینار په جریان کې ګډونوالو ته د ایکسیل بنسټیز او پرمختللي مهارتونه، د معلوماتو تنظیم، تحلیل، راپور جوړونه او د اداري چارو د چټکتیا لپاره د دې پروګرام اغېزمن استعمال وروښودل شو.
ګډونوالو د دغه روزنیز پروګرام ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ترلاسه شوي مهارتونه به د دوی په ورځنیو اداري چارو کې مثبت بدلون راولي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ٩ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ٦ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٢٦ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS