غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې له لوري په ۱۴۰۴هـ ش کال کې د ترسره شویو کړنو راپور وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
Tue, Apr 07 2026 3:28 PM
vb

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ، د پوهنځیو د رئیسانو او ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستي پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته مولوي صاحب حمزه د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د کال په سر کې باید د ټولو پوهنځیو د درسي نصاب ارزونه ترسره او د ټولنې له اړتیاوو او غوښتنو سره سم نصاب ترتیب شي او زیاته یې کړه چې باید د استادانو د درسي موادو او کورس پالیسیو څخه هم کتنه ترسره ترڅو له نصاب سره سم تطبیق شي.
وروسته د کمېټې د مسؤل استاد پوهندوي محمد عمر دروېش له لوري د تحصیلي نصاب کمېټې کلنی راپور وړاندې شو او ویې ویل چې په تېر کال کې د نصاب د بیاکتنې، اصلاح او نوي کولو لپاره ګڼ شمېر تخنیکي غونډې، ورکشاپونه او مشورتي ناستې ترسره شوې او د کمېټې اتیا فېصده موارد ترلاسه شوي دي.
وروسته له اجنډا سره سم د کمېټې د غړو له لوري د تحصیلي نصاب د تطبیق او نظارت د چک لیستونو ارزونه، د تحصیلي نصاب د فرعي کمېټو د ۱۴۰۵هـ ش کال د اړوندو فعالیتونو څخه د نظارت ترڅنګ په متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمې پرکړي ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۸ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۷ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS