غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې نوبتي ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې ناسته د عمومي رئیس په مشرۍ او ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه او د نوي اجنډا مطابق ګډونوالو د دغه قانون د ښه او اغېزمن تطبیق لپاره بېلابېل وړاندیزونه وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې د پوهنتون ټول کارکوونکې دي په منظم ډول د قرآنکریم په ترجمه کې ګډون وکړي او همداراز د دعوت او ارشاد آمریت اړوند د صندوقونو څارل او کتل ترڅو ستونزو او شکایاتو ته پر وخت رسېدنه او ترڅنګ یې د پوهنتون په سطحه د بېځایه بنرونو جمع کول او بېرغونو په نوي کولو او یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
د غونډې په پای کې عمومي رئیس له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا د پوهنتون د روحاني او مثبتې علمي فضأ د رامنځته کولو بنسټ دی.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۷ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۵ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۴ مه
