غزني پوهنتون کې پاکو اوبو ته د لاسرسي او شنو ساحو د پراخوالې په موخه د یوې ژورې څاه د کیندنې چارې پیل شوې.
غزني پوهنتون کې پاکو اوبو ته د دوامداره لاسرسي او د شنو ساحو د پراخولو لپاره د یوې ژورې څاه د کیندنې کارونه پیل شول، چې موخه یې د اوبو د کمښت ستونزه راکمول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې بنسټیز کار کول دي.
د یادې څاه د بشپړېدو سره به د پوهنتون د څښاک اوبه، د شنو ساحو خړوبول او ځینې نورې اړتیاوې په منظم ډول پوره او همداراز به د پوهنتون چاپېریال لا زرغون، ښکلی او د محصلینو، استادانو او کارکوونکو لپاره به مناسب شي.
په ورته مهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شيخ عبدالهادي ذوالهادي ټینګار وکړ چې د بنسټیزو اسانتیاوو پراختیا د علمي پرمختګ ترڅنګ مهمه ده او دا ډول پروژې به په راتلونکي کې هم دوام ولري څو د غزني پوهنتون په هره برخه کې پرمختګ وکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ جدې۱۴۰۴هـ ش
