د غزني پوهنتون عمومي رئیس د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو څخه ارزونه ترسره کړه.
د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن نن ورځ د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه رسمی لیدنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د خاتم النبيين پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري مسئولینو د ښاغلي محسن هرکلی وکړ او د پوهنتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو په اړه یې مفصل معلومات ورسره شریک کړل.
په ورته مهال رئیس صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ همکاري، د زده کړو د کیفیت ښه والی او د لوړو زده کړو د معیارونو مراعتول، د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي. نوموړي وویل چې خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو په پراختیا کې مهم ځای لري او اړینه ده چې د تضمین او کیفیت اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دارنګه یې د یاد پوهنتون تدریسي او علمي چارې، درسي اسناد، اداري سیستم او د محصلینو د خدمتونو برخې له نږدې وکتلې او د ترسره شوو فعالیتونو ستاینه یې وکړه. په اخیر کې د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون مشرتابه د رئیس صاحب له ورتګ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو او معیارونو په رڼا کې به د پوهنتون د خدمتونو کیفیت لا لوړوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ جدې۱۴۰۴هـ ش
