د غزني ولایت والي د علمي، اداري او زېربنایې چارو د وضیعت ارزونې په موخه له غزني پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ یې له دغه پوهنتون سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه
د غزني والي صاحب الحاج مولوي عبدالصمد جاوید د غزني پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د هر اړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.
د دغي رسمي لیدنې پر مهال والي صاحب د یاد علمي بنسټ له مسؤلینو سره د کتنې ترڅنګ د پوهنتون د علمي، اداري او زیربنایي چارو او دارنګه په پوهنتون کې د ترسره شوو او روانو پرژو وضعیت له نږدې وڅېړه.
په یاده لیدنه کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د پوهنتون لاسته راوړنې، شته امکانات، ستونزې او اړتیاوې له والي صاحب سره شریکې کړې او دارنګه يې د راتلونکې ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره په پوهنتون کې د نورو زیربنایې پروژو د ترسره کولو په موخه د ولایتي ادارې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
همداراز د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه هم د علمي کادر پیاوړتیا، د تدریسي ودانیو پراختیا او د محصلینو لپاره د اسانتیاوو برابرول مهمې اړتیاوې له والي صاحب سره شریکي او د هر ډول همکاریو غوښتنه یې ورڅخه وکړه.
د غزني والي د پوهنتون د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د علم او تحصیل ملاتړ د ولایتي ادارې له لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي د غزني پوهنتون سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د شته ستونزو د حل لپاره به لازمې هڅې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دا لیدنه د ولایتي ادارې او علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د لوړو زده کړو د پرمختګ په موخه ترسره شوه.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ جدې۱۴۰۴هـ ش
