غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورو څانګو د لومړيو ټولګیو ۱۴۰ تنه محصلینو ته د انګېزه ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۱۲
fg

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۸، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳۰ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۱ ، ۲۰۲۵م 

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورو څانګو د لومړنیو ټولګیو ۱۴۰ تنه محصلینو ته د "انګېزه ورکولو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو.
دغه پروګرام د پوهنځي د استادانو په نوښت او د محصلینو په پراخ ګډون ترسره شو، چې موخه یې د محصلینو د زده کړو د کیفیت لوړول، په هغوی کې د علمي روحیې پیاوړتیا او د راتلونکي لپاره د لا هڅې روحیه را ژوندۍ کول و.
په سمینار کې د پوهنځي رئیس پوهنمل عزت الله سهاند د زده کړو پر ارزښت، د ژبو او ادبیاتو پر مقام، د وخت پر سم مدیریت، او د محصلینو پر مسوولیتونو هر اړخیزې خبري وکړې.او ویې ویل چې د دې ډول علمي او روزنیزو پروګرامونو لړۍ به د دوام وړ ګرځوي، څو محصلین د علمي پرمختګ ترڅنګ د ټولنې د خدمت لپاره هم چمتو شي.
وروسته د دغه پوهنځي استاد پوهنمل محمد مصطفی صفا د انګېزې او الهام ورکولو اړوند چمتو کړی پریزینټېشن وړاندي او محصلینو ته یې په اړوند برخه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ګډونوالو د یاد سمینار د محتوا ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه د هغوی د هڅونې او تحصیلي پرمختګ لپاره ډېر اغېزمن دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۹، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ۱ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۳ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د بیلابیلو پوهنځیو یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٩، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٣١ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٢ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د دغه پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۱۲
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورو څانګو د لومړيو ټولګیو ۱۴۰ تنه محصلینو ته د انګېزه ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار ترسره شو.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۸، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳۰ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۱ ، ۲۰۲۵م 

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورو څانګو د لومړنیو. . .

BACK TO NEWS