غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو ۵۶ تنه ممتاز محصلین د تشویق او هڅونې په موخه د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۲۶
do

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۵ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري  د شپږګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ هـ ش کال د بهاري سمیستر د ۵۶ تنه ممتازو محصلینو د هڅونې او ستاینې په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه. په دې مراسمو کې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه. 
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري غونډې ته د پرانیستي وینا وکړه. هغوی د محصلینو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ډول هڅوونکي پروګرامونه نه یوازې د نورو محصلینو لپاره د الهام سرچینه ګرځي، بلکې د علمي ودې په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.
وروسته د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د محصلینو د هڅونې او تشویق په موخه خبرې وکړې. نوموړي د زده کړې ارزښت او د ځوان نسل پر اوږو د مسؤلیتونو په اړه یادونه وکړه او محصلین یې وهڅول چې له خپلو امکاناتو په اعظمي توګه ګټه واخلي. هغه زیاته کړه چې علمي هڅې نه یوازې د شخصي بریالیتوب سبب ګرځي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره هم حیاتی ارزښت لري.
په غونډه کې د ممتازو محصلینو لپاره د ستاینلیکونو او ځانګړو تحایفو وېش ترسره شو او هغوی ته د زده‌کړو د لا دوام، لوړ مسؤلیت او ټولنیزو خدمتونو سپارښتنې وشوې. 
ممتازو محصلینو د پوهنتون د مشرتابه او استادانو له هڅونې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلې پوهې په رڼا کې به د ټولنې د خدمت او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۳۸
Background image

غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته د شمولیت په موخه د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له شاو خوا ۵۰ تنه محصلینو څخه عمومي ازموینه واخیستل شوه.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۴ ، ۲۰۲۵م

څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هیواد کې د څو خصوصي پوهنتونو د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۲۰
Background image

غزني پوهنتون کې د ٣٠ تنه په شاو او خوا کې استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او رسمي ایمیل څخه د استفادې اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.

قمري نېټه: ربیع الاول ،٨، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ١٠ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو کمېټې لخوا شاوخوا ٣٠ تنو استادانو ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې.

قمري نېټه: ربیع الاول ،۸، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱۰ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سیپټمبر، ۱ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS