غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د مسؤلیتونو د لا ښې پېژندنې او ورځینو چارو د اغېزمنتیا په موخه د مسؤلیت پېژندنې اړوند دوه ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د دندو او مسؤلیتونو د لا ښه پېژندنې او د کاري چارو د اغېزمنتیا په موخه، د «مسؤلیت پېژندنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
په دغه سمینار کې د مسؤلیت مفهوم، ارزښت، له شریعي اړخه د مسؤلیت پېژندنه، د اداري دندو پر مهال د مسؤلیتونو سم ترسره کول، د کاري اصولو رعایت، د وخت مدیریت، امانتداري او د مسؤلیتپالنې فرهنګ په اړه ګډونوالو ته اړین علمي او عملي معلومات وړاندې شول.
د دغه دوه ورځني سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د مسؤلیتپالنې روحیې پراختیا او د چارو د لا ښه، منظم او اغېزمن ترسره کولو لپاره د کارکوونکو د پوهاوي لوړول وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۳۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۲م
