غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دویم ټولګي ګڼ شمېر محصلینو ته د بریښنایې زدهکړو د مهارتونو د پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دویم ټولګي ګڼشمېر محصلینو ته د بریښنایې زدهکړو د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه معلوماتي او روزنیز سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل پرمهال د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي محصلینو ته وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم یې ورته بېلابېل زده کړه ایز او د ظرفیت لوړونې ورته علمي او معلوماتي سمینارونه، ترتیب او پلان کړي نو تاسو په دغو سمینارونو کې په منظم ډول ګډون وکړئ او منظمه او سالمه ګټه ورڅخه واخلئ.
وروسته د دغه پوهنځي استاد پوهنیار مصطفی رحیمي محصلینو ته د Google Classroom، HEMIS سیستم او Gmail اکاونټونو جوړولو او کارولو په اړه عملي او اړین معلومات وړاندې کړل؛ او همداراز یې د آنلاین زدهکړو، درسي موادو ترلاسه کولو، د دندو سپارلو او له استادانو سره د علمي اړیکو په برخه کې د یادو بریښنایې وسایلو د اغېزمنې کارونې لارې چارې تشریح کړې.
هېره دي نه وي چې د غزني پوهنتون د محصلانو معاونیت هم د محصلینو د مهارتونو د پیاوړتیا او قوي کولو په موخه مختلفي برنامې او کورسونه په لاره اچولې څو محصلین وکولای شي چې خپل مهارتونه لا قوي کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۶م
