غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه د څلور ګونو معاونیتونو کلنۍ ارزونه پیل شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۳۹
yu

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري د اداري چارو د لا ښه تنظیم، شفافیت او د کیفیت د لوړولو په موخه د څلور ګونو معاونیتونو کلنۍ ارزونه پیل شوه.
یاده ارزونه د تضمین کیفیت له لوري د ورکړل شوي چک لېست پر اساس ترسره کیږي.
چې نن ورځ يې د محصلانو چارو معاونیت ارزونه ترسره کړه؛ د دغې ارزونې پرمهال د یاد معاونیت اداري بهیرونه، د خدماتو کیفیت، د اسنادو تنظیم، د محصلانو ستونزو ته رسېدنه او د چارو اغېزمنتیا هر اړخیزه وکتل شوه.
همداراز د محصلانو چارو معاونیت اړوند د ټولو کمېټو بېلابېل اسناد او کړنې وارزول شوې او د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې هم وشوې. د ارزونې ټیم ټینګار وکړ چې د پوهنتون ټول اداري واحدونه باید د تضمین کیفیت اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د خدماتو کیفیت لا لوړ شي.

عمومي رئیس د دغې ارزونې موخه د اداري بهیرونو اصلاح، د شفافیت پیاوړتیا او محصلانو ته د غوره خدماتو برابرول یاد کړل او زیاته یې کړه چې ورته ارزونې به په دوامداره توګه ترسره کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۰ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۸ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۹ مه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زده‌کړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي او اداري ارزښتونو د لا پیاوړتیا او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه، له علمي کادر، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د نبوي سیرت، سنتو د پیروۍ او د وظیفوي غفلت د زیانونو په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو په موخه د «د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، طریقې او سنتو د پیروۍ ارزښت او له شریعي اړخه د وظیفوي غفلت. . .

BACK TO NEWS