غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ترمنځ د ورزش د روحیې د پیاوړتیا په موخه د والیبال شپږ ورځنی ټورنمینټ پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۳۸
lo

ورځ: یکشنبه
۱۳/ذالقعده/ ۱۴۴۶ه ق
۲۱/ ثور / ۱۴۰۳ هـ ش
۱۱/ می / ۲۰۲۵ ميلادي  

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ترمنځ د ورزش د روحیې د پیاوړتیا او د پوهنځي په سطحه د قوي ټیم د غوراوي په موخه د والیبال شپږ ورځنی ټورنمینټ پیل شو.
 د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالمتین میاڼي لوبغاړو ته د خبرو پر مهال لوبې او ورزش د صحت او روغتیا ضامن یاد کړ او له لوبغاړو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د لوبو پر مهال دې د لوبو ټول اخلاق په نظر کې ونیسي او هیڅکله دې، داسې عمل او چاره نه ترسره کوي، چې لوبې او لوبغاړو ته مزاحمت پیدا کوي.
ښاغلي میاڼي زیاته کړه چې له دغو لوبو څخه یې هدف د محصلانو ترمنځ د اتحاد، یوالی او د محبت فضا رامنځته کول دي. دارنګه د دغه پوهنځي محصلینو خوښې وښوده، چې د زده کړو تر څنګ ورته د لوبو زمینه هم ورته مساعده ده او په راتلونکې کې یې د دې ډول نورو لوبو د ترسره کولو غوښتنه وکړه. اود کمپیوټر ساینس پوهنځي له رهبري څخه هم مننه وکړه، چې دا ډول زمینه یې ورته مساعده کړې ده.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به شپږ ورځي دوام وکړي او وروسته به د پوهنځي په سطحه غوره لوبډله انتخاب شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د احتمالي اور لګېدنې پر مهال د پر وخت غبرګون؛ او اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي پوهاوي او د احتمالي اورلګېدنې پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د وړتیا لوړولو په موخه، د اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې تر عنوان لاندې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د سکتوري ریاستونو او مؤسساتو د همغږۍ په موخه جوړه شوې ناسته کې د غزني پوهنتون له لوري په زیربنایې او څېړنیزه برخه کې غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول.

د غزني ولایت اقتصاد ریاست په مشرۍ د سکتوري ریاستونو او مؤسسو ترمنځ د لړ مهمو موضوعاتو د ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د غزني پوهنتون د علمې څېړنو د مرستیال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د پسرلني سمستر په ازموینو کې د پوهنتون په کچه د لوړو فیصدیو ترلاسه کوونکو ۱۹ تنه ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري ۱۹ تنه ممتاز او د نمرو د لوړې فیصدي لرونکې محصلین د ځانګړو مراسمو پر مهال، د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکړه وستایل شول.
په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS