غزني پوهنتون کې د علمي نشراتو مرکزي کمیټې ناسته ترسره او د علمي کادر غړو د ترفیعي دوسیو د ارزونې ترڅنګ په یولړ نورو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۵۷
mn

قمري نېټه: شوال ۱۹، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وری ۲۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١٧، ۲۰۲۵م 

د غزني پوهنتون د علمي نشراتو مرکزي کمیټې د روان ١٤٠٤ه.ش کال لومړۍ ناسته د یاد معاونیت د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران په مشرۍ تر سره شوه.
د اجندا مطابق د علمي مجلې آمر او د علمي نشراتو د کمیټې مسؤول محترم پوهندوی سید رحيم غفاري له لوري د کمیټې، د پلان، دندو لایحې، د علمي مقالو او علمي ترفیعي دوسیو د ارزونې ترڅنګ یو شمیر نور متفرقه موضوعات مطرح او په اړوند یې لازمي پریکړي او تصمیمونه ترسره شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د احتمالي اور لګېدنې پر مهال د پر وخت غبرګون؛ او اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي پوهاوي او د احتمالي اورلګېدنې پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د وړتیا لوړولو په موخه، د اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې تر عنوان لاندې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د سکتوري ریاستونو او مؤسساتو د همغږۍ په موخه جوړه شوې ناسته کې د غزني پوهنتون له لوري په زیربنایې او څېړنیزه برخه کې غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول.

د غزني ولایت اقتصاد ریاست په مشرۍ د سکتوري ریاستونو او مؤسسو ترمنځ د لړ مهمو موضوعاتو د ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د غزني پوهنتون د علمې څېړنو د مرستیال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د پسرلني سمستر په ازموینو کې د پوهنتون په کچه د لوړو فیصدیو ترلاسه کوونکو ۱۹ تنه ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري ۱۹ تنه ممتاز او د نمرو د لوړې فیصدي لرونکې محصلین د ځانګړو مراسمو پر مهال، د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکړه وستایل شول.
په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS