غزني پوهنتون کې د اداري چارو د لا ښه والې او ودې په موخه د اداري کارکوونکو ارزونه پيل شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۴
df

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ او ورسره هیئت چې پکي د کارکوونکو چارو آمر مولوي جلال الدین حلیمي د کارکوونکو د ارزونې عمومي مدیر عبدالله ایوبي او د کارکوونکو د ګمارنې عمومي مدیر رفیع الله ریحان شامل وو؛ د اداري چارو د شفافیت، دندې ترسره کولو د کیفیت لوړولو او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پياوړتیا په هدف د اداري کارکوونکو ارزونه رسماً پيل کړه.
په ورته مهال شیخ صاحب د ارزونې د پیل پر مهال د مسؤلیت او د محصلینو په ښه روزنه خبري وکړې. او زیاته یې کړه چې مسؤلیتونه امانت دي او موږ او تاسو هر یو باید مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړو او داسي اشخاص وروزو ترڅو مو هیواد په ځان بسیا او د نورو له محتاجه خلاص شو؛ او باید هر استاد او کارمند خپله لایحه وظایف او کاري پلان ته جدي توجه او پلان شوي کارونه پر خپل وخت ترسره کړي او د خپل علمي نهاد د ودې او ترقۍ لپاره هر یو کار وکړي. وروسته ښاغلي ایوبي د ارزونې په لړ کې د کارکوونکو کاري کړنې، دندې ته ژمنتیا، د اداري اسنادو ارزونه، کلنی، ربعوار او میاشتنې راپورونه، اداري نظم، او د دندو د پایلو کیفیت په معیاري او د رسمي چک لیست له مخې وارزول. 
د ارزونې په اخیر کې ښاغلي ذوالهادي هیله څرګنده کړه چې د ارزونې پایلې به د ادارې د لا منظم مدیریت، اغېزمنو خدماتو او د پوهنتون د موخو په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱۷ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۷ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زده‌کړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي او اداري ارزښتونو د لا پیاوړتیا او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه، له علمي کادر، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د نبوي سیرت، سنتو د پیروۍ او د وظیفوي غفلت د زیانونو په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو په موخه د «د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، طریقې او سنتو د پیروۍ ارزښت او له شریعي اړخه د وظیفوي غفلت. . .

BACK TO NEWS