د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۵۰
ri

د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته خپل پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.
د دې علمي سفر په ترڅ کې به ګډونوال د کوربه پوهنتونونو له اداري جوړښت، کاري میکانیزمونو، عصري اداري کړنلارو او غوره تجربو څخه لیدنه او عملي زده کړه وکړي، ترڅو ترلاسه شوې تجربې د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا اغېزمنتیا او پرمختګ لپاره وکارول شي.
د یاد علمي سفر د پیل پرمهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي وویل چې د دې پروګرام موخه د اداري کارکوونکو د پوهې او مهارتونو لوړول، د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د اغېزمنو اداري خدمتونو وړاندې کول دي؛ او له کارکوونکو څخه یې د پوره نظم، همغږۍ غوښتنه یې وکړه.
ټاکل شوې ده چې ګډونوال به د پنځه ورځني علمي سیر له بشپړېدو وروسته خپلې زده کړې او تجربې له اړوندو ادارو او همکارانو سره شریکې کړي، ترڅو د پوهنتون په اداري بهیر کې ترې عملي ګټه واخیستل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهار شنبه
۱۴۴۸/۰۱/۲۵ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۲۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۱۱م

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱
Background image

غزني پوهنتون کې شرعیاتو پوهنځي ته د نویو بریالیو محصلینو د ښه راغلاست او د پوهنتون له علمي او تحصیلي چاپیریال سره د هغوی د بلدتیا په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي نویو بریالیو محصلینو ته د ښه راغلاست، د پوهنتون له علمي او تحصیلي چاپېریال سره د هغوی د بلدتیا او د پوهنتون د تحصیلي چارو، اصولو او مقرراتو په اړه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زده‌کړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي او اداري ارزښتونو د لا پیاوړتیا او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه، له علمي کادر، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS