غزني پوهنتون کې د لیلیې محصلینو ته د عقیدوي زده کړو په برخه کې پیل شوی دری ورځنی دیني سمینار پای ته ورسید.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۰
ty

غزني پوهنتون کې د لیلیې محصلینو ته د عقیدوي زده کړو په برخه کې درې ورځنی دیني سمینار، چې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري برابر شوی و، نن ورځ پای ته ورسېد.
په دغه سمینار کې د چې د یاد آمریت آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري وړاندې کېده د لیلیې ټولو محصلینو ګډون کړی و. ګډونوالو ته د عقیدې اصول، د اسلامي دعوت او لارښوونې ارزښت، د ځوان نسل د فکري روزنې اړتیا او د افراطیت او بې‌لارېتوب د مخنیوي په اړه ویناګانې وړاندې شوې. د سمینار پرمهال ښاغلي خلیل ټینګار وکړ چې د عقیدې سمه پوهه د اسلامي ټولنې د یووالي او فکري ودې بنسټ جوړوي.
محصلینو هم د دغه سمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دغي درې ورځنۍ علمي غونډې هغوی ته ګټور معلومات او نوې ديني او فکري لیدونه ورکړل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۶ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS