غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو استادانو ته د ذکر کولو پر اهمیت، مشروعت او د ذکر کولو په دنیوي او اخروي ګټو تر سرلیک لاندې دیني سمینار ترسره شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۹
vb

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۶، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۹، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای، ۳۱، ۲۰۲۵م 

تیره ورځ په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ټولو پوهنځیو استادانو ته د ذکر کولو پر اهمیت، دنیوي او اخروي ګټو او د ذکر پر اړوندو وعیدونو  او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د تطبیق او پوهاوي په موخه دیني سمینار ترسره شو.

دا دیني او روحاني سمینار د پوهنتون په مسجد کې جوړه شوې وه، چې د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي مولاداد مفلح د ذکر کولو پر اهمیت، مشروعیت، ډولونو او دنیو او اخروي ګټو په اړه یې تفصیلي څرګندونې وکړې.

ښاغلي مفلح وویل: "ذکر د مؤمن زړه ژوندي ساتي، له غفلت څخه یې ژغوري، او د الله تعالی له لورې د رحمت، مغفرت او برکت د نازلېدو سبب ګرځي. قرآن کریم او احادیثو کې ډېر ځل د ذکر فضیلت بیان شوی، او له هغو کسانو سره چې د الله تعالی ج یاد نه کوي، سخت وعیدونه شوي دي."
د سیمینار ګډونوالو د موضوع محتوا ډېره مهمه او پر وخت وبلله. استادانو د دې ابتکار قدرداني وکړه او وړاندیز یې وکړ چې دا ډول ديني ـ فکري ناستې دې دوام ولري، څو د استادانو فکري ـ روحي بیداري نوره هم پیاوړې شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS