د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غزني پوهنتون ته د رسمي سفر پرمهال په دغه پوهنتون کې د (۳۰) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور لویې زیربنایې پروژې منظوري کړې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۲۹
mk

سه شنبه : ۱۷/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۹/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۹/نوامبر/۲۰۲۴م

تېره ورځ د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم او ورسره مل پلاوي غزني پوهنتون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون څخه د لیدني پرمهال په دغه پوهنتون کې د ( ۳۰) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور لویې زیربنایې پروژې منظوري کړې.

په دغو پروژو کې، د غزني پوهنتون لپاره د غونډو او کنفرانسونو لپاره د عمومي تالار جوړول، همدارنګه د پوهنتون لپاره د عمومي کتابتون جوړول او د زراعت پوهنځئ لپاره د تحقیقاتي فارم جوړښت او د پوهنتون د عمومي مسجد پراخوالی او ترمیم شامل دي.

همدارنګه یې د یاد پوهنتون د ټولو پوهنځیو لپاره د نویو کتابونو اخیستلو لپاره ځانګړي بودجه منظوره کړه چې چاري به یې په راتلونکي وخت کې پیل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS