د غزني پوهنتون عمومي رئيس د دعوت او ارشاد کمېټې له غړو محصلینو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د دعوت او ارشاد کمېټې له غړو محصلینو سره د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د ناستې پرمهال عمومي رئیس د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره د اسلامي ارزښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې محصلین د هېواد د راتلونکي بنسټ جوړونکي دي، نو لازمه ده چې د ښو اخلاقو، مثبتو کړنو او دیني اصولو په رعایت کې مخکښ رول ولوبوي.
نوموړي وویل چې د دعوت او ارشاد کمېټه کولای شي د پوهاوي پروګرامونو، علمي بحثونو او روزنیزو فعالیتونو له لارې د محصلینو ترمنځ د سالم فکر او مثبت بدلون فضأ رامنځته کړي.
په ورته وخت کې، د کمېټې غړو محصلینو هم خپلې نظریې، وړاندیزونه شریک کړل او د پوهنتون له مشرتابه څخه یې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دعوت او ارشاد اړوند فعالیتونه به لا منظم او پراخ شي، تر څو د پوهنتون په چاپېریال کې د معروفاتو د ترویج او د منکراتو د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۳ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۱ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۳۱ مه
