غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماء کرامو او فاضلانو څخه د عالميې او عالیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه په پوره شفافیت او منظمه توګه پای ته ورسېده.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۲
hu

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند تخصصاتو او دیني جامعاتو ریاست له لوري د یاد پوهنتون په کوربتوب؛ د ديني او جهادي مدارسو د علماء کرامو او فاضلانو څخه د عالمیه او عالیه دورو شپږ ورځنۍ ازموینه د بشپړ شفافیت، منظم پلان او ښو اداري تدابیرو په رڼا کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
یاده ازموینه چې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره کېده، پکې د غزني ولایت د ټولو دیني مدارسو څخه ګڼ شمېر علماوو او فاضلانو ګډون کړی و. د ازموینې بهیر د اعلی نګران ( څارونکې) ټیم مدیره هیئت او د غزني پوهنتون د مسؤلینو تر جدي څار لاندې روان وو، څو د هر ډول بې‌نظمۍ، تبعیض او درغلیو مخه ونیول شي او ګډونوالو ته یو عادلانه او باوري چاپېریال برابر شي.
په ورته وخت کې د غزني پوهنتون مسؤلینو د ازموینو د تنظیم، امنیت، شفافیت او د ګډونوالو د اسانتیاوو په برخه کې هر اړخیز تدابیر نیولي وو، چې د علماوو له‌خوا هم وستایل شول. ګډونوالو د شپږ ورځنۍ ازموینې له منظم بهیر، روښانه طرزالعمل او د ازموینې د ناظمینـو له سالم چلند څخه خوښي وښوده.

د یادونې وړ ده چې یادي شپږ ورځنۍ ازموینې ته شاو او خوا ۵۶۳ تنه علماء کرامو او فاضلانو نوم لیکنه کړې وه؛ چې له هغو څخه یې ۴۵۴ تنه علماء کرام او فاضلان په دغه شپږ ورځنۍ ازموینه کې حاضر وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۱۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۱ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS