د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون په ریاست مقام کې جوړه شوې وه، د دواړو پوهنتونونو د مشرتابه پلاؤ په حضور کې لاسلیک شو. په دغو مراسمو کې د پوهنتون عمومي رئیس او مل پلاوې او د یادې ادارې مسؤلینو او استازو پراخ ګډون کړی و.
د هوکړه لیک موخه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ګډې همکارۍ، همدارنګه غزني پوهنتون طب پوهنځي علمي او تدریسي چارو پیاوړتیا، محصلینو ته د عملي زده کړې، معلوماتو تبادله، او استادانو د تجربو شریکولو باندې کار کول یاد شوي.
د یاد هوګړه لیک د لاسلیک پر مهال د شیخ رائد پوهنتون رئیس له غزني پوهنتون سره د هر اړخیز پرمختګ او د استادانو او محصلینو د څېړنیزو کړنو د پراختیا لپاره د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
همداراز د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د دغه هوکړلیک د ارزښت په اړه وویل، چې دا تړون به د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره به نوې لارې پرانیزي. او زیاته یې کړه چې د غزني پوهنتون علمي کادرونه به له یاد پوهنتون سره هر ډول همکارۍ ترسره او یادې همکارۍ به د لوړو زده کړو نظام د قوت او پرمختګ سبب وګرځي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۴ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور اوله
۲۰۲۶م، اپریل ۲۱ مه
