غزني پوهنتون کې د پنځو اداري بستونو لپاره د ازموینې د ترسراوي په موخه د ثبت شویو داوطلبانو د شارت لیست پروسه ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۱۳
cx

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال، علمي چارو د مرستیال، د کارکوونکو چارو آمر، د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د استازو له لوري د پنځو اداري بستونو لپاره د ثبت شویو داوطلبانو د شارت لیست پروسه په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د یادې پروسې پرمهال د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه وویل چې دغه پروسه د ټاکل شوو اصولو او مقرراتو سره سم به په شفاف ډول ترسره او واجد شرایط نوماندان به په ازموینه کې داخل شي. 
همداراز د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي وویل چې له یادې پروسې وروسته به ژر تر ژره د امتحان نېټه اعلان او د ازموينې پروسه به د اصولو او قوانینو سره سم په شفاف ډول ترسره شي.
او په یادو بستونو کې به مسلکي او په کارپوه کسان وګماري.
په ورته مهال دغزني پوهنتون مسؤلین ډاډ ورکوي چې د ازموینې پروسه به په بشپړه توګه شفافه وي .

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۱ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۹ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۸ مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS