غزني پوهنتون کې د محصلینو د ژبنیو مهارتونو د لوړولو په موخه د انګلیسي ژبې کورس د پیل لپاره له یو شمېر محصلینو څخه عمومي ازموینه واخیستل شوه.

gu_user1
Sat, Apr 04 2026 2:56 PM
zs

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د ژبنیو مهارتونو د لوړولو په هدف د انګلیسي ژبې د ځانګړي روزنیز کورس د پیل لپاره عمومي ازموینه واخیستل شوه. دغه ازموینه چې د یو شمېر محصلینو په ګډون ترسره شوه، موخه یې د ګډونوالو د اوسنۍ علمي کچې ارزونه او د هغوی د اړتیاوو پر بنسټ د مناسب درسي پروګرام تنظیمول و.
په ورته مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري، د ژبنیو مهارتونو او نویو ژبو د زده کولو په اهمیت خبري وکړې او زیاته یې کړه  چې د انګلیسي ژبې زده کړه د معاصرې نړۍ له مهمو اړتیاوو څخه ده او د دې کورس له لارې به محصلین وکولای شي خپلې څېړنیزې او تحصیلي وړتیاوې لوړې کړي؛ او ویې ویل چې د ازموینې د پرچو تر کتنې وروسته به هر محصل د خپلي سویې مطابق صنف ته معرفي او د مسلکي استادانو تر لارښوونې لاندې به خپلې زده کړې پر مخ یوسي.
د یادونې وړ ده چې یاد معاونیت د محصلینو د ژبنیو او مسلکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ورته پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د غزنه درخشان په نوم له یو خصوصي زده کړه ییز مرکز سره هم هوکړه لیک لاسلیک کړی ده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۱۷ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۵ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۴ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS