غزني پوهنتون کې له اداري کارکوونکو سره په چارو کې د همغږۍ او کاري بهیر د مؤثریت په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Sat, Jan 03 2026 2:09 PM
tm

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د پوهنتون د اداري چارو د لا منظموالي، د کاري بهیر د اغېزمنتیا لوړولو او د اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې شیخ صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ. د مسؤلیت، وظیفوي تداخل او په وظیفو کې له غفلت کولو څخه د مخنیوي موخه خبري وکړې او زیاته یې کړه چې ټول کارکوونکي مکلف دي چې دندو ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي، تر څو چارو ته په منظم او معیاري ډول رسېدنه وشي.
دارنګه یې د تېري ناستي پریکړو  ته د کتنې ترڅنګ د ورسپارل شویو کارونو د ترسراوي پوښتنه وکړه؛ او په ننۍ ناسته کې بیاهم هر کارکوونکي ته په خپله برخه کې دندې ورکړل شوې تر څو یې د روانې اونۍ په جریان کې ترسره کړي او کاري راپورونه یې په راتلونکې ناسته کې له دغه معاونیت سره شریک کړي.
په آخیر کې په ځينو متفرقه موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ١٣ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ١٣ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS