غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماوو او فاضلانو د شپږ ورځنۍ ازموینې بهیر د ارزونې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د یادو ازموینو له صحنو ځانګړې لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
Sun, Dec 28 2025 11:46 AM
ko

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماوو او فاضلانو د شپږ ورځنۍ ازموینې د بهیر د ارزونې په موخه، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین شیخ صاحب عبدالله سیحان؛ د غزني پوهنتون د مسؤلینو او مدیره هیئت په ملتیا د ازموینو له صحنو څخه ځانګړې لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې پر مهال، د محصلانو چارو معین د ازموینو د تنظیم، شفافیت او تخنیکي بهیر له نږدې څارنه وکړه او له اړوندو مسوولینو او مدیره هیئت سره یې د ازموینې د کیفیت، اسانتیاوو او د ګډونوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې. نوموړي د غزني پوهنتون د رهبرۍ او مسؤلینو له هڅو څخه د ازموینو د بهیر د منظموالې او هر اړخیزو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ازموینو شفاف او معیاري ترسره کېدل د لوړو زده کړو وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
همدارنګه، د غزني پوهنتون مسؤلینو د ازموینې د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د دیني او جهادي مدارسو علماوو او فاضلانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د اصولو رعایت او د عدالت تأمین ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
په ورته مهال د ازموینې ګډونوالو هم د دغي پروسې له منظموالي او ورته د هر ډول امکاناتو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه.

یاده دې وي چې دا ازموینه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دې لپاره ترسره کېږي، څو د دیني او جهادي مدارسو فارغان د شفافې او معیاري پروسې له لارې ارزیابي او د کامیابېدو په صورت کې د لیسانس او ماسټري اسناد ورکړل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۷ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۷ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS