غزني پوهنتون کې د خزاني سمیستر د نهایې ازموینو له روان بهیر څخه د نظم، شفافیت او د محصلینو د ستونزو د ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه.

gu_user1
Mon, Nov 24 2025 10:07 AM
op

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د خزاني سمیسټر د نهایي ازموینو له روان بهیر څخه د شفافیت، نظم او معیاري ترسره کېدو او محصلینو ته د سالم چاپېریال برابرولو په موخه لیدنه ترسره کړه. 
ښاغلي نوري په ټولو پوهنځیو کې د ازموینو خونې وکتلې، د پوهنځیو له رئیسانو، استادانو او د ازموینو د څار له ټیم سره یې خبرې وکړې او د محصلینو وضعیت او د ازموینو د څرنګوالي په اړه یې نظرونه واورېدل.او ټینګار یې وکړ چې د ازموینو بهیر باید له هر ډول درغلیو پاک، عادلانه او د پوهنتون د کړنلارې سره سم ترسره شي.
د لیدنې پر مهال د ازموینو د امنیت، د ازموینو د موادو د خونديتوب او د اسانتیاوو د برابرېدو په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې دغه ازموینې تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت د حکم سره سمې پیل چې شاو خوا دری اونۍ به دوام وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۲ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS