غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزي فرمان د تطبیق او ښه پوهاوي په موخه سمینار تر سره شو.

gu_user1
Sat, Oct 18 2025 2:52 PM
aw

غزني پوهنتون کې د دعوت، ارشاد آمریت او نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت په ګډه همکاري اداري کارکوونکو ته د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې فرمان اړوند علمي او د عامه پوهاوي سمینار تر سره شو. 
د سمینار موخه دا وه چې د اداري کارکوونکو د دندو په ترسره کولو کې د اسلامي اصولو او شرعي ارزښتونو د پلي کېدو اهمیت روښانه کړي، او هغوی ته وښيي چې د اطاعت، تقوا او مسؤلیت احساس څنګه د یوه سالم، باانضباط او مشروع نظام د ټینګښت لامل ګرځي.
دغه سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري وړاندي شو چي پکي د اطاعت مفاهیم، د امیر د اطاعت په اړه شرعي دلایلو او علمي استنادونو په رڼا کې تشریح کړل. ګډونوالو ته د شرعي اطاعت او اداري مسؤولیت ترمنځ د اړیکې په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
دغه ډول سمینارونه د پوهنتون د علمي او اخلاقي فضا د لا غښتلتیا او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه، ۲۵، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۶، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS