غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ۱،۲۳۰،۲۶۴ افغانۍ عواید راټول کړي؛ او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي.

gu_user1
Thu, May 07 2026 10:03 AM
HY

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ( ۱،۲۳۰،۲۶۴ یو میلیون، دوه لکه، دیرش زره، دوه سوه، څلور شپېته ) افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي. دغه عواید د پوهنتون د اداري نظم، اغېزمن مدیریت او د شته امکاناتو د سمې استفادې څرګندونه کوي.
په ورته مهال د مالي او حسابي چارو آمر مولوي نقیب احمد منذر وویل چې دغه عواید یې له مختلفو سرچینو لکه د ډیپلوم او ټرانسکریپټ، قطعي اموال، شرطنامه، د کانتین کرایې او اړوندو نورو منابعو څخه په منظم ډول راټول او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي؛ او زیاتوي چې د پوهنتون د عوایدو د زیاتوالي لپاره به لا ډېرې طرحې او برنامې عملي شي، څو دغه علمي بنسټ په راتلونکي کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري. 

باید وویل شي چې غزني پوهنتون د علمي، تحقیقي او اداري فعالیتونو ترڅنګ، هڅه کوي چې د هېواد د لوړو زده کړو نظام د پیاوړتیا، د محصلینو د معیاري زده کړو برابرولو او ملي اقتصاد سره د مرستې په برخه کې خپل رول لا اغېزمن کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۲۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۱۷ مه
۲۰۲۶م، مې ۷ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS