د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ۲۰ تنه محصلینو د دری ورځني علمي په ترڅ کې؛ د کندهار پوهنتون ترڅنګ د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له مزار څخه هم لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
Sun, Apr 26 2026 10:21 PM
ui

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پلان شوي درې ورځنی علمي سفر په ترڅ کې د شرعیاتو پوهنځي (٢٠) تنو محصلینو د کندهار پوهنتون ترڅنګ د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له مزار څخه هم لیدنه ترسره کړه.
دغه علمي سفر د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، عملي تجربو د زیاتوالي او د علمي او دیني بنسټونو سره د نیږدې بلدتیا په موخه تنظیم شوی ؤ.
په یاد سفر کې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري، د فارغانو عمومي مدیر، دوه تنه استادان او ۲۰ تنه محصلینو ګډون درلود؛ چې پرمهال یې محصلينو د کندهار پوهنتون له علمي چاپېریال، تدریسي سیستم، اداري جوړښت او کتابتون، جهادي مدرسې، اطلاعاتو او کلتور ریاست، حج او اوقافو ریاست او له یو شمېر تاریخي ځایونو، لکه: خرقه مبارکه، د احمد شاه بابا زیارت، چهل زینو، د میرویس خان نیکه مقبره ،د حضرت ولي بابا مزار څخه لیدنه  وکړه.
همداراز د یاد سفر په جریان کې محصلینو په زابل ولایت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له مزار څخه هم لیدنه وکړه او د هغه د ژوند، کارنامو او فعالیتونو په اړه معلومات ورسره شریک شول.
د مفتي صاحب نوري په وینا، دغه علمي سیر د محصلینو لپاره له علمي او عملي پلوه ګټور تمام شو او هغوی وکولای شول د خپلو زده کړو اړوند موضوعاتو عملي درک ترلاسه کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ٩ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ٦ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٢٦ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS