غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Wed, Apr 22 2026 3:09 PM
aq

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه کې د منظمو طرحو شریکولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال او د دغي کمېټې مسؤل الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د چاپېریال د ښکلا او سرسبزۍ د ارزښت په اړه خبري وکړې؛ او د حدیث شریف په ذکر کولو سره یې وویل چې د نیالګیو کېنول صدقه یې جاریه ده؛ او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتون د چاپېریال په شینوالي کې باید هریو برخه واخلي.
وروسته له اجنډا سره سم د کمېټې د منشي، دایمې غړو په انتخاب، د کمېټې د مهالوېش، د دندو لایحه او د ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره د کمېټې د پلان تائید او د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا په برخه کې د غوره طرحو شریکولو ترڅنګ په متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۵ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۲ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۲۲ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS