د غزني پوهنتون عمومي رئیس، په کندهار پوهنتون کې د دائر شوي اسلامي ثقافت ملي کنفرانس لاسته راوړنې د دغه پوهنتون له استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره شریکې کړې.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۵:۹
bp

قمري نېټه: شوال ٢٩، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی٧، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢٧، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور په کندهار پوهنتون کې د دائر شوي اسلامي ثقافت ملي کنفرانس لاسته راوړنې او په دغه کنفرانس کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی کړي ویناوي او لازمي توصیې د دغه پوهنتون له استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره شریکې کړې.
دغه ملي کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون په نوښت د کندهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شوی و، پکي د هېواد د ټولو پوهنتونونو رئیس صاحبانو او د اسلامي ثقافت استادانو ګډون درلود.
په دې کنفرانس کې د اسلامي ثقافت د تدریس د معیارونو لوړولو، د درسي موادو د همغږۍ، او د ګډو علمي فعالیتونو پر لارو چارو بحثونه وشول.

د کنفرانس تر پای ته رسېدو او د غزني پوهنتون د رئیس صاحب تر راستنېدو وروسته، نن د غزني پوهنتون په مسجد کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې رئیس صاحب د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ویناوو لنډیز او د هغه د فرمانونو او توصیو اړوند معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د یاد کنفرانس اصلي محورونه، مهم بحثونه، او د لاسته راوړنو جزئیات یې د پوهنتون له مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره شریک کړل.
هغه د اسلامي ثقافت د مضامینو د لا معياري کولو لپاره د دغه کنفرانس سپارښتنې مهمې وبللې او پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ښاغلي رئیس صاحب د ټولو استادانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې خپلې علمي او مسلکي هڅې لا زیاتې کړي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د اتمې ګڼې رهبري شورا د پرېکړو پر وخت او اغېزمن تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د رهبري غړو د لوړو زده کړو وزارت د اتمې ګڼې رهبري شورا د پرېکړو د اغېزمن او منظم تطبیق په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته چې د پوهنتون د رهبرۍ په کچه جوړه شوې وه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

BACK TO NEWS