غزني پوهنتون کې د علمي چارو د لا ښه تنظیم په موخه د استادانو له حاضریو او د محصلینو له روان تدریسي بهیر څخه نظارت او ارزونه ترسره شوه.
نن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن او ورسره پلاوي د تدریسي کیفیت او اکاډمیکو چارو د لا ښه تنظیم په موخه د ټولو پوهنځیو د استادانو له حاضریو او د محصلینو له روان تدریسي بهیر څخه هر اړخیز نظارت او ارزونه ترسره کړه.
د یادې ارزونې موخه د اختر له رخصتیو وروسته د تدریس د کیفیت ارزونه، د استادانو د حاضریو کنټرول او د هغوی د مسؤلیتونو څارنه او د محصلینو د زدهکړه ییز چاپېریال لا پیاوړی کول وو.
د ارزونې پر مهال د ټولو پوهنځیو د استادانو د حاضرۍ وضعیت وڅېړل شو او همداراز د محصلینو له ټولګیو څخه لیدنه او د محصلینو ګډون وارزول شو؛ د ارزونې پرمهال له محصلینو سره مخامخ خبرې اترې وشوې تر څو د هغوی نظریات، ستونزې او وړاندیزونه راټول شي.
په ورته مهال عمومي رئیس وویل چې دا ډول ارزونې به په منظم ډول او وخت پر وخت دوام ولري، تر څو د استادانو او محصلینو فعاله ګډون او د تدریسي بهیر نیمګړتیاوې پر وخت تشخیص او حل شي. او زیاته یې کړه چې د کیفیت لرونکي تدریس برابرول د پوهنتون له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۰ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۸ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۲۸ مه
