غزني پوهنتون عمومي رئیس له استادانو سره د هغوی د غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
Tue, Dec 02 2025 2:29 PM
dr

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د دغه پوهنتون له استادانو سره د هغوی د غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د دندو د لا ښه پرمخ بېولو په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د ټولو پوهنځیو د استادانو په نمایندګي دوه دوه تنه استادانو ګډون درلود. 
چې پیل یې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
وروسته شیخ صاحب په خپلو خبرو کې د استادانو د مقام او رول په اړه خبرې وکړې او یې ویل، چې استادان د هېواد د پوهنې، تحصیلي او ټولنیز پرمختګ بنسټیز برخه ده. هغه ټینګار وکړ چې هر استاد باید خپل مسؤلیت په بشپړ صداقت، ژمنتیا او مسلکي توب سره ترسره کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د استادانو ستونزې به پر وخت و ارزول شي او اړینې اسانتیاوې به ورته برابري کړي.
استادانو د رئیس صاحب له ملاتړ څخه مننه وکړه او په اړونده برخه کې یې خپلي ستونزي او غوښتنې ورسره شریکي کړې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 سه شنبه ، ١١ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ١١ قوس۱۴۰۴ه ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS