د غزني پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې ناسته تر سره شوه؛ او د کمپیوټر ساینس، ښوونې او روزنې پوهنځیو ستراتیژیک پلانونو ته پکې کتنه وشوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۳:۳۲
zx

ورځ: شنبه

شعبان المعظم ۹مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

فبروري ۸مه، ۲۰۲۵ م.

د غزني پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې ناسته د دغي کمېټې د مسوولینو په ګډون ترسره شوه؛ او د کمپيوټر ساینس، ښوونې او روزنې پوهنځيو ستراتیژیک پلانونو ته پکې کتنه وشوه.

ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه.

ورپسې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د کمېټې له غړو وغوښتل چې خپلې چارې د صداقت، ایماندارۍ، او د وخت د ارزښت په پام کې نیولو سره پر مخ یوسي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ستراتیژیک پلان عملي کېدل د پوهنتون د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري، او ټول اړخونه باید د دې تطبیق ته ژمن پاتې شي. ورورسته د ناستې ګډونوالو د پوهنتون د علمي پرمختګ، ظرفیت لوړونې، او راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي بحثونه وکړل. او غوښتنه یې وکړه چې دغه چاري او پریکړي پر خپل وخت تطبیق او ترسره شي.

په پای کې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید د پوهنتون تطبیقي پلان اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې کړ، چې پکې د پلان د مؤثرې پلي کېدو، د شته خنډونو، او د حل لارو پر موضوعاتو بحث وشو.

یاده ناسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې سره د آشنایي په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې پروسې د پېژندنې او عملي پلي کېدو په موخه یو ورځنی معلوماتی سمینار ترسره شو. دغه سمینار د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت لخوا تنظیم او وړاندې شو، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي دری کسیز هئیت غزني پوهنتون کې د لابراتوارونو لپاره د نویو اخیستل شوو توکو د کمیت او کیفیت څخه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري رالېږل شوي تخنیکي او ارزونکي هیئت نن د غزني پوهنتون اړوند د لابراتوارونو د توکو د کمیت او کیفیت ارزونه ترسره کړه. دغه هیئت چې د وزارت د اړوندو برخو متخصصین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري چارو د لا ښه والې او ودې په موخه د اداري کارکوونکو ارزونه پيل شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ او ورسره هیئت چې پکي د کارکوونکو چارو آمر مولوي جلال الدین حلیمي د کارکوونکو د ارزونې عمومي مدیر. . .

BACK TO NEWS